روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۲۶
: 2

ملګري ملتونه: په افغانستان کې تر دوو میلیونو زیاتې امیندواره مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيۍوال پروګرام (WFP) ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ۲.۳ میلیونه امیندواره مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام شنبه، د کب پر ۵مه په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې په افغانستان کې ډېری خلک د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري.

دغه بنسټ لیکلي: «د افغانستان ډېری خلک نه یوازې دا چې نه شي کولای قوي خواړه وخوري؛ بلکې د خوړلو لپاره کافي خواړه هم نه لري.»

دوه ورځې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام یو راپور خپور کړ چې په‌کې ویل شوي وو، یوازې د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې ۴۰ سلنه امیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې او ۴۵ سلنه تر پنځو کلونو کم ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.

همداراز د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د تېر کال په اګست میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې د امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېرمنو شمېر چې پر خوارځواکۍ اخته دي ۴۹ سلنه زیات شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ او د مالي مرستو له کمېدو وروسته بې‌وزلي او لوږه زياته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د وروستیو شمېرو پر بنسټ، د هېواد له درېیمې برخې ډېر وګړي د خوړو توکو له کمښت سره مخ دي

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x