روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۱۹

حسین‌بخش صفري له خپل اسراییلي سیال سره مخ کېږي

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی حسین‌بخش صفري وايي چې راتلونکې میاشت له خپل اسراییلي سیال سره لوبه لري.

صفري پنجشنبه د کب پر ۳مه په خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي چې دا لوبه د روان کال د مارچ پر ۸مه د ازادو سیالیو (Alliance Legacy Fighting) په سازمان کېږي.

د نوموړي په خبره، دا سیالي به د امریکا په سانتا ښار کې وشي.

هغه زیاته کړې: «د کډوالۍ له کبله د رامنځته شوې لنډې دمې وروسته، ستاسې د نېکو دعاګانو سره چې تل یې زما ملاتړ کړی د مبارزې رېنګ ته دننه کېږم، هیله لرم دا سیالي ستاسې پر شونډو موسکا راولي، د هغه ملت پر شونډو چې اوس له بل هر وخته خوشحالۍ ته ډېره اړتیا لري.»

د یادولو ده چې د ازادو سیالیو بل افغان لوبغاړی بازمحمد مبارز هم د روان کال په مارچ میاشت کې له خپل فرانسوي سیال سره مخ کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x