روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۵

په سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي

په سمنګان کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي دي.

دا پېښه سه‌شنبه د کب پر لومړۍ له غرمې وروسته د سمنګان – بلخ پر لویه لار د کرولا او پاسو موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

په مړو شویو کې دوه مېرمنې او یو ماشوم هم دی. دغه راز په دې پېښه دوه کسان ټپيان شوي دي.

ویل شوي چې د دې پېښې قربانیان د سمنګان او بلخ اوسېدونکي و.

د ټپيانو حالت هم نازک ښودل شوی دی.

ورته مهال، په سمنګان کې د طالبانو د ترافیکو مدیریت بیا د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټروانانو بې احتیاطي ښودلې.

په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي.

پرون په غزني کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د دوو ښځو په ګډون درې کسان مړه او څلور نور ټپيان شول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x