روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۱۰

په کابل پوهنتون کې د نجونو له ګډون پرته حضوري درسونه پیل شول

کابل پوهنتون د دغه پوهنتون د زده‌کړیالانو د حضوري درسونو د پیل خبر ورکړی دی.

د کابل پوهنتون د زده‌کړیالانو چارو ریاست له لوري په یوه لیک کې راغلي چې د زده‌کړیالانو لپاره حضوري درسونه سه‌شنبه، د کب پر لومړۍ نېټه پیل شوي دي.

د دغه مکتوب پر بنسټ، د یاد پوهنتون د محصلینو درسونه به یوه میاشت په «جدي او تشدیدي» ډول دوام ولري.

که څه هم په دغه مکتوب کې د ښځينه زده‌کړیالانو د حضور او نه حضور په اړه څه نه دي ويل شوي؛ خو له تېرو دوو زیاتو کلونو راهيسې په هېواد کې ښځې او نجونې له خپلو تر ټولو اساسي بشري او مدني حقونو چې زده‌کړې هم یوه برخه ده، محرومې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خپل وروستي غبرکون کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز «ظالمانه» بللی او د دغو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې باید په معنی لرونکې ډول، د ژوند په ټولو برخو کې ګډون ولري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x