د روسیې ځانګړي استازي په دوحه کې د افغان مدني ټولنې په ناسته کې له ګډونه ډډه کړې ده.
په کابل کې د روسیې سفارت دوشنبه د سلواغې پر ۳۰مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دا پرېکړه یې د طالبانو په غوښتنه کړې ده.
د دغه سفارت په خبره، د افغان مدني ټولنې استازي په «غیرشفاف» او د طالبانو له تایید پرته ټاکل شوي دي.
روسیې د د دوحې غونډې په تړاو د طالبانو دریځ «مستند او منطقي» بللی دی.
د دوحې غونډه پرون د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوتیرش په کوربتوب پیل شوه او نن هم دوام کوي.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو هېوادونو د استازو سربېره، د افغان مدني ټولنې او ښځو په استازولۍ میترا مهران، شاهګل رضايي، محبوبه سراج، فیضمحمد ځلاند او لطفالله نجفيزاده برخه لري.
ملګرو ملتونو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه؛ خو دوی ترې ډډه وکړه.
که څه هم مسکو طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو نږدې اړیکې ورسره پالي.
اړوندې لیکنې :
- د «افغان ایوک» ډلې افغانانو ته د «اېسایوي» ویزو د ورکړې غوښتنه وکړه
- متقي د ازبکستان له سفیر سره په کتنه کې افغان سوداګرو ته پر وخت د ویزو ورکولو غوښتنه وکړه
- بشري حقونو نړیواله ورځ؛ رینا امیري د طالبانو له بنده د ښځینه فعالانو خوشې کېدو غوښتنه وکړه
- افغان طالبانو له ټيټيپي سره د پاکستاني حکومت د مذاکرې غوښتنه کړې
- افغان خبریالانو د طالبانو له بنده د حامد فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه کړې
- رینا امیري: د ۱۰ هېوادونو استازو د افغان مېرمنو او نجونو د ملاتړ په اړه خبرې وکړې