په غزني کې ځايي سرچينې د دغه ولايت له مرکز سره د څلورو ولسواليو د مواصلاتي لارو د تړل کېدو خبر ورکوي.
سرچینې دوشنبه، د سلواغې پر ۳۰مه رسنی ته منلې چې د جاغوري، مالستان، ناوړ او اجرستان ولسوالیو لارې د واورې ورېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
سرچينې زياته کړې چې د يادو ولسواليو په ځينو سيمو کې د واورې کچه تر ٥٠ سانتي مترو پورې ده.
تر دې مخکې د سالنګ لارې او د بدخشان د پنځو ولسوالیو د مواصلاتي لارو د تړل کېدو خبر هم ورکړل شوی و.
د روان کال په ژمي کې دا دویم ځل دی چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خلک د واورې ورېدنې شاهدان دي.
د تېرو څو کلونو وچکالۍ ته په پام سره ښاريان د دې واورې د ورېدنې هرکلى کوي او هيله څرګندوي چې راتلونکي کال د وچکالۍ شاهدان نه وي.
اړوندې لیکنې :
- له سېلاب وېره؛ د سمنګان ولايت له دوو ولسواليو د طالبانو سیمهییز مسوولان تښتېدلي
- د واورې ورښت د بدخشان د دوو ولسوالیو لارې تړلې دي
- پاکستان د تاجکستان له لارې له مقاومت جبهې سره د اړیکو هڅه کوي
- د اسراییلو بریدونو کې په ایران کې د څلورو خبریالانو وژل کېدل
- مولوي عبدالکبیر: هڅه کوو منځنۍ او سوېلي اسیا د رېل پټلۍ او سړک له لارې ونښلوو
- طالبانو د داوطلبۍ له لارې د پنجشېر څه باندې ۴ زره قیراطه زمرد وپلورل