روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۰

په نورستان کې ځمکه ښویېدنه؛ ۱۰ کسان مړه او ۲۵ کورونه ویجاړ شوي

په نورستان کې ځايي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د ځمکې ښويېدنې له امله لږترلږه لس کسان وژل شوي دي.

سرچینې رسنی ته منلې چې دغه پېښه یک‌شنبه، د سلواغې پر ۲۹ د شپې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د نورګرام ولسوالۍ په «نکره» دره کې د سختې واورې ورېدو له امله رامنځته شوې ده.

همداراز د دې پېښې په ترڅ کې لږترلږه ۲۵ کورونه ویجاړ شوي دي.

د سرچينې په وینا، په نورګرام ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدنې له امله د اوښتو تلفاتو شمېر وروستی نه دى او احتمال شته چې زيات شي.

طالبانو هم د دغې طبيعي پېښې رامنځته کېدل منلي او ويلي يې دي چې سيمې ته يې د ژغورنې ډلې استولي دي.

تر دې مخکې هم په نورستان ولایت کې ورته پېښې شوې وې.

د يادونې وړ ده چې له دوو ورځو راهيسې د هېواد ګڼ سیمې د بارانونو او واورې شاهدانې دي چې له امله يې د يو شمېر ولايتونو ډېرى ترانسپورتي لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x