روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۲

طالبانو په کندهار کې په «رسمي او نارسمي ناستو» کې پر انځور اخیستلو بندیز لګولی

په کندهار کې د طالبانو والي ملا محمدشیرین اخوند د دغه ولایت ټولو ادارو ته د یو مکتوب په استولو په رسمي او نارسمي ناستو کې پر هر ډول تصویر اخیستلو او ویډیو کولو بندیز لګولی دی.

دا مکتوب نن یکشنبه د سلواغې پر ۲۹مه رسنی ته رسېدلی دی.

په دې مکتوب کې ټولو ادارو امر ته شوی چې د خپلو فعالیتونو راپورونه په لیکلي او غږیزه بڼه خپاره کړي.

د دغه مکتوب له مخې، د ذی روح(ساه لرونکي) له تصویر اخیستلو دې ډډه وشي، ځکه د دغه لیک پر بنسټ، له «ګټې یې زیان» ډېر دی.

له دې وړاندې، په فاریاب او جوزجان کې د امر بالمروف او نهی عنی المنکر مامورانو په ودونو کې د ویډیو او انځور اخیستلو مخنیوی کړی و.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د خلکو پر ټولییز ژوند ډېر محدویتونه لګول شوې دي.

همدا اوس په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو درازوې تړلې دي او ښځو ته له کوره بهر هم د کار اجازه نه شته.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x