روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۴

سویس له افغانستان سره نږدې دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې سویس له افغانستان سره ۱.۹ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

اوچا یکشنبه د سلواغې پر ۲۹مه په خپله ایکس‌پاڼه کې له افغانستان سره د سویس له دې مرستې مننه کړې ده.

د اوچا په خبره، سویس دا پیسې د افغانستان بشردوستانه صندوق ته ورکړې دي.

تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د ۲۰۲۴ زیږديز کال لپاره په افغانستان کې د روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په موخه په روغتیايي برخه کې د دغه سازمان شریکان ۳۶۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د اوچا په خبره، دا بودیجه به روغتیايي چوپړتیاوو ته د لاسرسي پر ښه کېدو، د ناروغیو د پراخېدو پر وړاندې د تیاري او غبرګون، رواني روغتیا او د رواني – ټولنیز ملاتړ چوپړتیاوو په ښه‌والي او د شدیدې خوارځواکۍ پر مدیریت ولګول شي.

د یادولو ده چې دا مهال افغانان د نورو ناروغیو سربېره، له موسمي او ساري ناروغیو سره هم مخامخ دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x