افغان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو په لومړۍ سیالۍ کې له سریلانکا د څلورو منډو په توپیر ماتې ومنله.
دا لوبه نن شنبه د سلواغې پر ۲۸مه د سریلانکا په دامبولا نړیوال کرېکټ لوبغالي کې وشوه.
افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د نننۍ لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
سریلانکا په خپله پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته په ۱۹ اورونو کې ۱۶۰ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې فضلالحق فاروقي درې، نوینالحق او عظمتالله عمرزي دوه دوه او نوراحمد او کریم جنت بیا یوه یوه وېکټه واخیسته.
افغان ملي لوبډلې بیا په خپله پاڼۍ کې یاد هدف پوره نه شو کړای او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې.
په توپوهنه کې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ښه وځلید او ۶۷ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.
ټاکل شوې د دې ۲۰ اوریزو لوبو دویمه سیالي د فبرورۍ پر ۱۹مه او درېیمه یې د همدې میاشتې پر ۲۱مه نېټه د سریلانکا په کوربتوب وشي.
یادې دې وي چې افغان لوبډلې سریلانکا ته په دې سفر کې یوازینۍ ټيست لوبه او د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ بایللې ده
اړوندې لیکنې :
- افغان کرېکټ ملي لوبډلې له سریلانکا د ۱۵۵ منډو په توپیر ماتې وخوړه
- د سریلانکا کرېکټ لوبډلې د اوو ویکټو په توپير افغان کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه
- کرېکټ بورډ: اسیايي شورا افغان کرېکټ بورډ ته د څلورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو په څېر…
- د افغانستان له خلکو سره د لویدیځ دوه مخی لوبه
- د روژې پر لومړۍ ورځ شخړه؛ په پکتیا کې یو ځوان ووژل شو
- د نړۍ نفوس به د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ورځ ۸ ملیارډو کسانو ته ورسي