روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۵

عباس ستانکزی: هېڅکله هم ډیورنډ د رسمي پولې په توګه نه منو

د ډیورنډ‌ کرښې په اړه د طالب چارواکو د څرګندونو په دوام، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي چې ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده.

ستانکزي دا څرګندونې پنجشنبه د سلواغې پر ۲۶مه په لوګر کې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د شړلو په نمانځغونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي: « هېڅکله هم ډیورنډ فرضي کرښه د رسمي پولې په توګه نه منو او پخوا هم هېڅ افغان دا کرښه د پولې په توګه منلې نه ده.»

له دې وړاندې هم د ډیورنډ کرښې په اړه طالب چارواکو څرګندونې کړې دې دي. څه موده وړاندې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایل وزارت سرپرست نورالله نوري تورخم ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې افغانستان له پاکستان سره رسمي پوله نه لري.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې دا کرښه «نړیواله پوله» بللې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x