یوه سرچینه وايي، یو افغان پناهغوښتونکي چې اروپا ته یې د تګ نیت لاره، د بلغاریا په اوبو کې ډوب شوی دی.
په بلغاریا کې د افغانستان سفارت د ډيپلوماتانو له ډلې یو یې چهارشنبه د سلواغې پر ۲۵مه ویلي چې دا افغان پناهغوښتونکی شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د دغه هېواد په اوبو کې ډوب او مړی یې افغانستان ته لېږل شوی دی.
دا کس عبدالبشیر صفري نومېده او د تخار د مرکز تالقان اصلي اوسېدونکی و. نوموړی ۲۰ کلن و.
هغه څو میاشتې وړاندې د بېوزلۍ او بېروزګارۍ له کبله هېواد پرېښی و.
ورته مهال د صفري د کورنۍ غړي هم مني چې د نوموړي مړی یې ترلاسه کړی او سبا یې خاورو ته سپاري.
د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ډېرو کسانو د اقتصادي او امنیتي ستونزو له کبله پر ستونزمنو او ناقانونه لارو هېواد پرېښی چې ځينې یې له دا ډول ناوړه پېښو سره مخ شوې دي.
اړوندې لیکنې :
- په هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ زیاتېدل؛ په ننګرهار کې یو ځوان ځانوژنه کړې
- د واشنګټن پولیسو یو تنکی ځوان د امریکايي ځواکونو د یوه افغان ژباړن د وژلو په تور نیولی
- طالبانو په غور کې درې کسان د نایابه مرغانو د ښکار په تور نیولي
- د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ پر زياتوالي اندېښنه ښودلې
- په کندهار کې دوه ځوانې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې
- ملګري ملتونه: افغانستان د اوبو کمښت له یوه قوي ناورین سره مخ دی