د دوحې ناستې په نږدې کېدو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړي استازي ټاکلو د غوښتنې کلک ملاتړ کوي.
متیو میلر د سېشنبې ورځ، سلواغې پر ۲۴مه په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د امریکا متحده ایالات د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه غواړي چې دغه استازی ژر تر ژره وټاکي.
د هغه په وينا، د دوحې په ناسته کې به د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او رينا اميري ګډون وکړي.
میلر زیاته کړې چې یو ځانګړی استازی به د افغانستان په هکله د نړۍوالو تعاملاتو د همغږي کولو لپاره ښه ځای ولري ترڅو «په دې پریکړهلیک کې ټاکل شوې موخې ترلاسه کړي.»
ورته مهال، طالبانو د دغه استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال په موجودیت کې، ځانګړي استازي ته اړتیا نشته.
ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو دویمه ناسته د راتلونکې اونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو دوحه کې ترسره شي. په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک پر بنسټ د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور وړاندیزونه وڅېړل شي.
په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي، د نړۍوالو سازمانونو او د ښځو او مدني بنسټونو استازي ګډون وکړي.
طالبانو ویلي چې دغې ډلې ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې؛ خو تر اوسه یې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.
ورته مهال، ملګرو ملتونو په رسمي ډول د طالبانو د استازو د بلنې په اړه څه نه دي ویلي.
اړوندې لیکنې :
- د داعش په وړاندې پر همغږې هڅې د افغانستان لپاره د امریکا استازي ټینګار
- طالبانو د افغانستان لپاره د نیکاراګوا سفیر له ټاکلو هرکلی کړی
- نیکلاسن: د دوحې غونډه د افغانستان په اړه د معناداره خبرو اترو لپاره یو ښه چانس دی
- د امریکا استازي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په هکله خبرېاترې وکړې
- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو
- له زدهکړې د نجونو د محرومیت ۱۰۰۰ ورځې؛ «د افغان نجونو د ملاتړ لپاره یو موټی شئ»