روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۴۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۴۶

په فاریاب کې یو سړی د طالبانو د کرنې وزیر د ماما زوی تر شکنجې لاندې وژل شوی

ځايي سرچينې وايي چې د فارياب ولايت په قرغان ولسوالۍ کې یو کس د طالبانو د استخباراتو مدیر «امیدالله دایي معاویه» تر شکنجو لاندې وژل شوى دى.

سرچینې رسنی ته منلې چې دغه کس «کمال‌الدین قره» نومېده او د پنج‌شنبې ورځ، سلواغې پر ۱۹مه له خپل کوره د طالبانو استخباراتو له لوري نیول شوی او د همدې ورځې په ماښام یې مړی د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.

د سرچينې په وینا، د کمال‌الدين پلار په ترکمنستان کې سوداګري کوي او د طالبانو د استخباراتو مشر ترې د پیسو غوښتنه کړې وه.

د سرچينې زیاتوي، وروسته له هغې چې د کمال‌الدين کورنۍ «معاويه» ته له پيسو ورکولو ډډه وکړه، طالبانو هغه ونیوه او ویې واژه.

امیدالله دايي معاویه د طالبانو د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ماما زوی دی.

سرچينې د فارياب ولايت په قرغان ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو مدير له خلکو پر «باج‌اخیستنې» تورن کړى او زياتوي چې تل يې د سيمې اوسېدونکي په بېلابېلو پلمو ګواښلي او وهلي يې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سلواغې په لومړۍ نېټه هم د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد ښار په څنډه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو پخوانی ژباړن د طالبانو تر شکنجو لاندې ژوند بایللی و.

د يادونې وړ ده چې طالبان له خپلې واکمنۍ راهيسې د نړۍوالو سازمانونو لخوا له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن شوي؛ خو یادې ډلې تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x