په خوست کې ځايي سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې دوو طالبانو د نشهیي درملو د کارونې له کبله ساه ورکړې ده.
سرچینو سهشنبه د سلواغې پر ۲۴مه ویلي چې دا پېښه بیګا شپه شوې ده.
د سرچینو په خبره، دا کسان په خوست کې د ښاورالۍ ریاست د امنیت د ټينګښت مسوولیت درلود، چې د اوسېدنې په ځای کې مړه شوي دي.
سرچینو زیاته کړې چې دغو کسانو د «زیکپ» په نوم درملو د ډېرې کارونې له کبله ژوند بایللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د بدخشان د شهربزرګ ولسوالۍ په ربابي کلي کې یو طالب د «ټابلیت کا» د کارونې له کبله ساه ورکړې وه.
د یادونې وړ ده چې د روان کال په عقرب میاشت کې په تخار کې د امنیې قوماندانۍ د کورني امنیت مدیر مولوي عليمحمد سیرت د ډېرو جنسي درملو د خوړلو له کبله په ناڅاپي ډول مړ شوی و.
اړوندې لیکنې :
- په بدخشان کې یو طالب د نشهیي درملو کارولو له کبله مړ شوی او دوه نور مسموم شوي
- روغتیا نړیوال سازمان په کندهار کې له میرویس روغتون سره د ۸۵ ټنه درملو او روغتیايي تجهیزاتو مرسته کړې
- طالبان: په هېواد کې د سېلابونو له کبله ۷۰ کسان مړه شوي
- طالبان: په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله ۳۳ کسان مړه شوي
- طالبان: په لغمان کې د غر ښويدو له کبله څلور کسان مړه شوي
- طالبان: د تېرو درېیو اوونیو ورښتونو له کبله ۶۰ کسان مړه شوي