د افغانستان لپاره د امریکايي سفارت شارزدافیرې کرن دېکر ویلي چې امریکا د افغانانو د بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو لپاره ستر مرسته کوونکی هېواد دی.
کرن دېکر جمعه د سلواغې پر ۲۰مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د یوناما مرستیالې اېندریکا راتواته سره په خبرو کې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له چارو د واشنګټن پر ټينګ ملاتړ ټينګار کړی دی.
هغې زیاته کړې: «امریکا ستر مرسته کوونکی هېواد دی چې د افغانانو لپاره د ژوند ژغورنې مرستې برابروي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې سپینې ماڼې د امریکا کانګرېس ته په یو پیغام کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د اقتصادي نظام د لمنځه تلو او انساني ناورین د ډېرېدو په هکله خبرداری ورکړی و.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې(سیګار) د راپور پر بنسټ، دغه هېواد تېرو دوو کالو کې له افغانستان سره له ۱۱ میلیاردو ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
له طالبانو سره د بایډن پالیسۍ، د دغه هېواد د ځينو پخوانیو او اوسنیو چارواکو غبرګونونه هم له ځان سره لرل.
اړوندې لیکنې :
- امریکا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره ۱۷.۱۹ میلیارده ډالره مرسته کړې
- کرن دېکر: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه افغانستان ته په کال کې یو میلیارد ډالر زیان رسوي
- امریکا له اوکراین سره ۴۲۵ میلیونه ډالره نوې مرسته وکړه
- قزاقستان له افغانستان سره دو ټنه بشردوستانه مرسته کړې
- جاپان له افغانستان سره ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته کوي
- جاپان له افغانستان سره ۱۳.۵ میلیونه ډالر مرسته وکړه