په پنجشېر کې ځايي سرچينې وايي چې طالبانو په دغه ولايت کې څلور کسان نيولي دي.
سرچينې د جمعې ورځ، سلواغې پر ۲۰مه، رسنۍ ته منلې چې دغه کسان تېره اوونۍ د رخه او انابې ولسوالیو په مرکز کې نيول شوي دي.
د دوو نیول شویو کسانو نومونه ثناءالله او سیدانصار ښودل شوي؛ خو د نورو دوو کسانو هویت لا نه دی څرګند.
که څه هم تر اوسه د دغو کسانو د نيول کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو سرچينې ادعا کوي چې دغه کسان د افغانستان له ازادۍ جبهې سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو په دې وروستیو کې په پنجشیر کې د پخوانیو دولتي سرتېرو او ملکي وګړو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.
د تېرې اوونۍ په پیل کې طالبانو یو سړی او د هغه زوی چې د پنجشیر اوسیدونکي دي په کابل ښار کې نیولي وو او د خلاصون په بدل کې یې یو میلیون افغانۍ نغدې او څو میله وسلو غوښتنه کړې وه.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په بدخشان کې څلور کسان په دُرو ووهل
- د پاکستانی طالبانو په خپلمنځي نښته کې څلور کسان وژل شوي
- طالبانو په غزني او لوګر کې څلور کسان په دُرو وهلي
- طالبان: په لغمان کې د غر ښويدو له کبله څلور کسان مړه شوي
- د جنایي پېښو زیاتوالی؛ په نورستان او پروان کې څلور کسان وژل شوي
- د طالبانو د پاسپورټ ادارې عمومي رئیس په کندهار کې د ملا هبتالله په امر ونیول شو