روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۵۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۵۱
: 1

متقي: طالبان له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل چهارشنبه د سلواغې پر ۱۸مه د امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.

متقي زیاته کړې چې په ټوله کې د دوحې راتلونکې ناستې په اړه «مثبت نظر» لري او د معناداره ګډون په اړه یې غور کوي.

په دې لیدنه کې په لندن کې د ځانګړو استازو ناستې او د دوحې راتلونکې غونډې په اړه هم خبرې اترې شوې دي.

متقي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې نن د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد ویلي چې پر دوی سیاسي فشارونه هېڅ اثر نه لري.

د نوموړي په خبره، سیاسي فشارونه د دوی او خلکو ترمنځ اړیکې ټينګوي.

ورته مهال د طالبانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ویلي چې «له نړۍ سره ښو اړیکو، مثبت تعامل او متوازن سیاست ته ژمن دي او له هېڅ لوري سره د ستونزو غوښتونکي نه دي.»

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x