د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ته ویلي چې دوی به د دوحې ناستې د «جوړښت، اجنډا او ترکیب» په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته د ګډون پرېکړه وکړي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دوشنبه د سلواغې پر ۱۶مه په خپله ایکسپاڼه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو او متقي ترمنځ د کتنې خبر وکړی دی.
په دې کتنه کې متقي زیاته کړې چې طالبان له ملګرو ملتونو سره «رغنده تعامل» ته لېواله دي.
نوموړي ویلي: «د افغانستان اوسنی وضعیت او د یوناما په شتون کې د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي.»
ورته مهال، بلخي د فریدون سینیرلي اوغلو په حواله لیکلي چې نوموړی د دوحې په ناسته کې د طالب پلاوي د ګډون غوښتنه کړې ده.
له دې وړاندې متقي د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا د دوحې راتلونکې ناستې د «اجنډا او ترکیب» په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د طالبانو د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي و چې استازی یې د دوحې راتلونکې ناستې ته بلل شوی دی.
تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیرېش ویاند سټیفن دوجاریک ویلي و چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په وروستیو کې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو او ځينو نورو بنسټونو په ګډون غونډه جوړه شي.
اړوندې لیکنې :
- طالبان: د دوحې په غونډه کې ګډون ګټور نه دی
- میلر د افغان ځواکونو په تړاو د کانګرېس وروستۍ ناستې په هکله له نظر ورکولو ډډه وکړه
- طالبانو له ۲۴ ساعتونو ځنډ وروسته مرستندویه کارکوونکو ته اجازه ورکړه چې دوحې ته سفر وکړي
- طالبان: ملګري ملتونه زموږ د رسمیت پېژندنې په تړاو غېراصولي چلن کوي
- په دایکندي کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو رئیس په یوې ټرافیکي پېښه کې ژوند بایللی
- د امنیت شورا ناستې پای؛ ۱۱ هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو ځپل پای ته ورسېږي