د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د روان کال د جنورۍ په وروستیو دوو اونیو کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د روغتيا نړۍوال سازمان په راپور کې چې د يکشنبې ورځ، سلواغې پر ١٥مه خپور شو ويل شوي، په دې موده کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغيو نږدې ٨٤ زره پېښې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ، د روان زېږديز کال د جنورۍ له لومړۍ تر ٢٧مې پورې په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره او ۷۵۶ پېښې ثبت شوې دي چې له دې جملې ٣٨٣ کسان د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د دغې ناروغۍ د ثبت شویو شمېرو اوسنی اوسط د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کلونو په پرتله لوړ دی.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په دغې ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې ۶۲.۹ سلنه یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۴۹.۳ سلنه یې ښځې او نجونې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې تر ۲۰۲۳ کال پورې د تنفسي ناروغیو د ناروغانو شمېر یو میلیون او ۳۸۴ کسانو ته رسېږي چې ۶۱.۵ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
پر دې سربېره سږکال په ټول افغانستان کې ۲ زره او ۷۹۸ کسان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.
د ویلو ده چې د روغتیا نړۍوال سازمان څو ورځې وړاندې خبر ورکړی و چې اوسمهال ۹.۵ میلیونه افغانان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
اړوندې لیکنې :
- د روغتیا نړیوال سازمان په یوه میاشت کې له شاوخوا ۳۴۴ زرو کسانو سره مرسته کړې
- د روغتیا نړۍوال سازمان: له پاکستانه ایستل شويو کډوالو کې ۴۸ سلنه ښځې دي
- په بدخشان کې ۱۲۰ ماشومان او ښځې پر یو ډول تنفسي ناروغۍ اخته شوي
- د طالبانو عامې روغتیا وزارت: له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې هڅې روانې دي
- د امریکا پراختیايي بنسټ: سږ میلادي کال په افغانستان کې شري ناروغۍ ۲۹ کسان مړه کړي
- بدخشان کې د شري ناروغۍ له امله د ۲۱ ماشومانو مړینه؛ ولسونه د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي