په غور کې ځايي سرچینو د درنې واورې ورېدو له کبله، د کابل – غور لویې لارې او د دغه ولایت له مرکز فیروزکوه سره د شپږو ولسوالیو د مواصلاتي لارو د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینو شنبه د سلواغې پر ۱۴ منلې چې د کابل – غور لویه لار په «بکک کوتل» کې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
د سرچینو په خبره، د «بکک کوتل» دواړه غاړو ته لسګونه موټر او سورلۍ د لارې پرانیستلو په تمه دي.
ورته مهال ویل کېږي چې د غور له مرکز فیروزکوه سره د شپږو ولسوالیو مواصلاتي لارې د «بند باین» په سیمه کې تړل شوې دي.
په غور کې طالبان هم دا خبر تاییدوي.
په غور کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست ویلي چې د دغه ریاست د واورې پاکېدو ډله سیمې ته تللې او د کابل – غور لویې لارې د پرانېستلو لپاره هم هڅه روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د سالنګ لویه لار او د غزني له مرکز سره د شپږو ولسوالیو مواصلاتي لارې هم د درنې واورې ورېدو له کبله تړل شوې دي.
اړوندې لیکنې :
- د کابل – غور لویه لار د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه
- د کابل-بامیان لویه لاره د واورې ورښت له کبله د تګراتګ پرمخ وتړل شوه
- سالنګ لویه لاره د درنې واورې او توپان له کبله د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه
- د واورې ورښت د بدخشان د دوو ولسوالیو لارې تړلې دي
- سپین بولدک لار د ناروغانو پرمخ هم وتړل شوه
- سالنګ لویه لار د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه