په هرات کې سیمهییزو سرچینو په دغه ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ د مړي موندنې خبر ورکړی دی.
سرچینې د جمعې ورځ، سلواغې پر ۱۳مه رسنی ته منلې چې دغه ځوانه نجلۍ د هرات ښار په ۱۲مه ناحیه کې سوځول شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوانه نجلۍ د سختې سوځېدنې له امله ژوند بایللی دی.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دا نجلۍ چا او د څه لامل له امله سوځولې ده.
په هرات کې طالبان په رسمي ډول په دې اړه څه نه وايي.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته کورنی تاوتریخوالی او د ښځو مرموز وژنې زیاتې شوی دی.
د روان کال د وږي په میاشت کې رسنی راپور ورکړی و چې په تېرو دوو کلونو کې په ۱۰ ولایتونو کې لږترلږه ۶۰ ښځې په مرموز ډول وژل شوې او لسګونه نور نادرکه شوې دي.
د شنونکو او هېوادوالو په اند، د فقر خپرېدل، د قانون نه حاکمیت او د طالبانو ترمنځ د غچ اخیستنې روحیه د مرموزو وژنو د زیاتوالي لامل شوې ده.
اړوندې لیکنې :
- په لوګر کې یوې ځوانې نجلۍ او ورېنداریې ځانوژنه وکړه
- په غور کې د طالبانو له خوا د یوې ځوانې نجلۍ تښثونه؛ «امریکا هم له مونږ سره داسې ظلم نه دی کړی
- له بوډا سره جبري نکاح؛ په کندهار کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه وکړه
- د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ په هرات کې د يوه سړي مړى موندل شوى
- په کندهار کې دوه ځوانې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې
- په فراه کې د یوې ښځې مړی موندل شوی