روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۰۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۰-۰۸-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۰-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۱۰:۰۷

په تخار کې يوه ځوانه نجلۍ د خپل کوژدن له لوري وژل شوې

په تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ځوانه نجلۍ د خپل کوژدن له لوري وژل شوې ده.

دا پېښه د جمعې ورځ، سلواغې  پر ۱۳مه له غرمې وروسته د تالقان ښار څلورمې ناحیې د نهرچمن په «پایه‌ای اریبا» سیمه کې رامنځته شوې ده.

دې نجلۍ ۱۶ کاله عمر لرلو او نوې یې کوژده کړې وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا نجلۍ پر ښکاري ټوپک وژل شوې ده.

سرچینه وايي، د دې پېښې لامل کورنۍ تاوتریخوالی دی.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دا ډول وژنې زياتې شوې دي.

د سلواغې پر لومړۍ نېټه د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x