روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۵

په میدان‌وردګ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته

په میدان‌وردګ كې د يوې ترافيكي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

دا پېښه د جمعې ورځ، سلواغې پر ۱۳مه، سهار ۷:۰۰ بجې د سیداباد ولسوالۍ په کلاعزیز سیمه کې رامنځته شوې ده.

پېښه د یوې «کرولا» او ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

يوه روغتيايي سرچينه وايي چې ټپيان د غزني ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د موټرچلوونکو بې احتیاطي او د موټرو ډېره چټکتیا د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل په ګوته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې هم د دې ولسوالۍ په شنیز سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان ټپیان شوي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x