روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۹

کرېکټ بو‌رډ: اسیايي شورا افغان کرېکټ بورډ ته د څلورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو په څېر یوشان بودیجه منلې

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د کرېکټ اسیايي شورا دغه بورډ ته هم د نورو څلورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو په څېر یوشان بودیجه منظور کړې ده.

کرېکټ بورډ نن پنجشنبه د سلواغې پر ۱۲مه د اندونیزیا په بالي ښار کې د کرېکټ د اسیايي شورا د ناستې د ترسراوي خبر ورکړی دی.

د دغه بورډ په خبره، دا شورا به له دې وروسته افغان کرېکټ بورډ ته هم د هندوستان، بنګله‌دېش، پاکستان او سریلانکا د کرکټ بورډونو په اندازه بودیجه ورکوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف او دغه راز د یادې ادارې اجراییوي رییس نصیب خان چې په دې ناسته کې ګډون کړی و، دا یې یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده.

په دې ناسته کې د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولانو د غړو هېوادونو د کرېکټ بورډونو له مشرانو سره په راتلونکي کې د دوه اړخیزو لوبو پر برابرولو او ډېروالي، د اسیایي شورا په لوبلړیو کې د افغانستان د لوبڅارانو د ګډون، د یادې شورا له لوري د افغان تخنیکي مسوولانو د روزنې او د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې د افغان کرېکټ بورډ د تخنیکي مسوولانو د ګډون په تړاو خبرې اترې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې سبا افغان کرېکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره پنځه ورځنۍ یا ټسټ لوبه د دغه هېواد په پلازمېنه کولمبو کې پېل کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x