روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۴۹

چین: طالبان هغه مهال په رسمیت پېژنو چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي

د چین د ولسمشر شي ‌جین‌پېينګ له لوري د طالبانو د سفیر د باورلیک له منل کېدو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبان هغه مهال په رسمیت پېژني چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او په افغانستان کې له ترهګرۍ سره کلکه مبارزه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین چهارشنبه د سلواغې پر ۱۱مه په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د باورلیک منل یوه عادي ډيپلوماتیکه چاره ده.

نوموړي زیاته کړې: «چین د افغانستان د دوست ګاونډي په توګه له افغانانو سره دوستانه بهرنۍ پالیسۍ ته ژمن دی او له دغه هېواد سره یې په بېلابېلو برخو کې ډيپلوماتیکې اړیکې او همکارۍ ساتلې دي.»

د نوموړي په خبره، د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع به د نړیوالې ټولنې د اندېښنو له هواري او په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د کلکې مبارزې وروسته تعقیب شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون شي جین‌پینګ په بیجینګ د طالبانو د سفیر او فوق‌العاده استازي په توګه د بلال کریمي باورلیک ومانه.

له دې وړاندې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا او ځينو نورو څېرو د چین دې کړنې ته غبرګون ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر بیا د چین د ولسمشر شي جین پینګ له خوا د طالبانو د سفیر د باورلیک د منلو په غبرګون کې ویلي چې له طالبانو سره د بیجینګ اوسنۍ اړیکې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په برخه کې د دغه هېواد په تګلاره کې کوم بدلون نه راولي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x