روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۹

امریکا: له طالبانو سره د چین اړیکې د واشنګټن تګلاره نه بدلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر د چین د ولسمشر شي جین پینګ له خوا د طالبانو د سفیر د باورلیک د منلو په غبرګون کې ویلي دي، چې له طالبانو سره د بیجینګ اوسنۍ اړیکې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په برخه کې د دغه هېواد په تګلاره کې کوم بدلون نه راولي.

مېلر د سه شنبې په شپه د سلواغې پر ۱۰مه، په یوه خبري کنفرانس کې له چینه وغوښتل چې د طالبانو د رسميت پېژندنې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

هغه زیاته کړې: «یوازینی دلیل چې زه نه غواړم د طالبانو د سفیر د باورلیک د وړاندې کولو په اړه په ځانګړي ډول تبصره وکړم دا دی چې ما د چینایي چارواکو بیانیې ولوستې چې پکې یې ویلي وو، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په تړاو یې په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی.

دغه امریکايي چارواکي ویلي چې واشنګټن په دې اړه د خپل نظر له څرګندولو مخکې له بیجینګه وضاحت غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له چین او نورو هغو هېوادونو چې له طالبانو سره اړیکې لري، هم غوښتي چې د دغې ډلې په چلند کې د بدلون راوستلو لپاره له خپل نفوذه ګټه پورته کړي.

مېلر دغه راز ویلي، چې د طالبانو ډله باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څه باندې دوه کاله تېرېږي، چې تر اوسه هېڅ هېواد د هغوی رژيم په رسميت نه دى پېژندلى، خو يو شمېر هېوادونو له دې ډلې سره ډيپلوماټيکې اړيکې ټينګې ساتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو اعلان کړی و، چې د چین ولسمشر په بیجینګ کې د دې ډلې د سفیر په توګه د بلال کریمي باورلیک منلی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x