روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۴۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۰:۴۳

په روزګان کې سېلابونو مالي زیانونه اړولي

د روزګان د ګیزاب ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو د دغې ولسوالۍ په ځينو برخو کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی دی.

له دغه ولایت څخه سرچینو دوشنبه د سلواغې پر ۹مه ویلي چې تېره شپه د ګیزاب ولسوالۍ په کندیر کلي کې د درنې واروې او باران ورېدو له کبله سیلاب راوتلی چې په دغه کلي کې یې له ۱۰۰ جریبه ډېرې کرنیزې ځمکې ته زیان اړولی دی.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي ټينګار کوي چې له ناوړه اقتصادي حالت سره مخامخ دي او له مرستندویه بنسټونو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د کندیر ولسوالۍ اوسېدونکي د کوچیانو د ادعا او د طالبانو د پرېکړې له مخې له خپلو کرنیزو ځمکو د استفادې په موخه د ۳۰ میلیونه افغانیو په ورکړې اړ شوي و.

د هغوی په خبره، اوښتو زیانونو ته په کتو به راتلونکی کال له خپلو ځمکو هېڅ ډول حاصل ترلاسه نه شي کړای.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو دوو ورځو کې له ۲۰ ډېرو ولایتونو کې واروه او باران ورېدلی او د طالبانو تر واک لاندې د هواپېژندنې ادارې هم خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد شمالي او شمال‌شرقي ولایتونو کې د درنو بارانونو د ورېدو اټکل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x