روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۰۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۰۴

طالبانو په مزارشریف کې یو اوزبیکستانۍ وګړی د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور نیولی

بلخ کې د طالبانو امنیي قوماندانۍ په مزارشریف ښار کې د یو اوزبیکستاني وګړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

یادې قوماندانۍ یکشنبه د سلواغې پر ۸مه ویلي چې دا اوزبیکستانی وګړی ۶۴ کلن دی او ظاهر نومېږي.

نوموړی د مزارشریف ښار د کابلبانک چوک په سیمه کې نیول شوی دی.

د قوماندانۍ په وینا، ظاهر له اوزبیکستان څخه بلخ ولایت ته د الکولي مشروباتو د قاچاق قصد درلود.

له بلې خوا په بلخ کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مسوول ویلي چې دغه کس یو زر او ۱۰۰ بوتله الکولي مشروبات په یو سوزکۍ موټر کې ځای پر ځای کړي و او د حیرتان بندر له لارې یې مزارشریف ته د لېږلو قصد درلود.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په هېواد کې د مخدره توکو کرکېله، پېر او پلور بند کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x