روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۶

د طالبانو د سرحدونو وزیر: افغانستان له پاکستان سره رسمي سرحد نه لري

د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر نورالله نوري ویلي چې افغانستان له پاکستان سره «فرضي کرښه» لري او له دغه هېواد سره «رسمي سرحد» نه لري.

په ټولنیزو رسینو کې نن شنبه د سلواغې پر ۷مه یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې نوري دا څرګندونې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني سره په ګډه تورخم ته د سفر پر مهال کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: «پاکستان سره موږ فرضي‌ کرښه لرو، له دوی سره کوم رسمي سرحد نه لرو، موږ له دوی سره خپله صفري‌ نقطه نه لرو.»

هغه ویلي چې کله کله د دغې کرښې په اوږدو کې د دوی او پاکستان ترمنځ ستونزې رامنځته کېږي.

په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

د پاکستان له جوړېدو وروسته، په افغانستان کې تر اوسه هېڅ نظام دغه کرښه د رسمي پولې په ډول نه ده منلې.

په افغانستان کې هر حکومت ټینګار کړی چې د دغې کرښې په اړه پرېکړه باید دواړو غاړو ته پراته ولسونه وکړي، نه حکومتونه.

د تېر حکومت پرمهال هم د دغې کرښې په تړاو د دواوړ هېوادونو د چارواکو ترمنځ تاوده بحثونه شوي و او د دواړو خواوو اړیکې یې له ستونزو سره مخ کړې وې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x