روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۰

یونیسف: په افغانستان کې شاوخوا ۹.۵ میلیونه خلک روغتیايي اسانتیاوو ته لاس‌رسی نه لري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۹.۵ میلیونه وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي اسانتیاوو ته لاس‌رسی نه لري.

یونیسف دغه څرګندونې د یک‌شنبې ورځ، سلواغې په ۸مه خپلې ایکس کې پاڼې لیکلي.

دغه بنسټ زیاته کړې: «یونیسف او زموږ همکاران ژمن دي چې د هر ماشوم، میرمنې او کورنۍ لپاره لومړني او فرعي روغتیایي خدمتونه چمتو کړي .»

تر دې مخکې د بې پولو ډاکټرانو سازمان هم ویلي وو چې د افغانستان روغتیايي سیستم له ډېرې مودې راهیسې د کاري ځواک او بودیجې د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان د روغتیايي سیستم د بنسټونو ویجاړېدو، د روغتیايي کارکوونکو کمښت، د روغتیايي وضعیت خرابوالي او د روغتیايي اړتیاوو د نه برابرولو له امله د خلکو په منځ کې د مړینې خطر هم زیات شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x