روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۰۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۰۵

د پاکستان پارلمان پخوانۍ غړې: طالبانو افغانستان اشغال کړی او ولسي ملاتړ نه لري

د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې بشرا ګوهر د عاصم منیر د وروستیو څرګندونو پر وړاندې د طالبانو د چوپتیا په غبرګون کې وايي چې طالبانو افغانستان اشغال کړی او ولسي ملاتړ نه لري.

ګوهر دغه څرګندونې د شنبې ورځ (سلواغې ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې کړې دي.

د هغې په ​​وينا، د دوحې تړون طالبانو ته دنده سپارلې چې د يوې نوې سيمه‌ييزې جګړې لپاره افغانستان کمزورى او ویجاړ کړي.

نوموړې لیکلي: «ترهګر طالبان یوه نیابتي ډله ده چې افغانستان یې اشغال کړی دی.»

ګوهر د «طالبانو پروژې» د بندېدو او د افغانستان د ازادۍ غوښتنه کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له ګواښ څخه دوه ورځې تېرېږي؛ خو طالبانو د دغو ګواښونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د چهارشنبې ورځ په یوې غونډې کې ویلي و چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x