روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۰۵

د ښځو تښتول؛ طالبانو د ټولنې سپکولو ته لستوڼي بډ وهلي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : دین د ځپلو او وېرولو وسیله ګرځيدلی دی. طالبان په ټولنه کې د وېرې او ډار د خپرولو لپاره د اسلام له دینه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. هغه ځپنه چې نن ورځ په ټولنه کې د «اسلامي حجاب» په نوم پلې کیږي، خو په حقیقت کې طالباني حجاب دی، له دینه د وسیلې په توګه د کار اخیستو ښکاره بیلګه ده.

دین د ځپلو او وېرولو وسیله ګرځيدلی دی. طالبان په ټولنه کې د وېرې او ډار د خپرولو لپاره د اسلام له دینه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. هغه ځپنه چې نن ورځ په ټولنه کې د «اسلامي حجاب» په نوم پلې کیږي، خو په حقیقت کې طالباني حجاب دی، له دینه د وسیلې په توګه د کار اخیستو ښکاره بیلګه ده. د ډار سټراټېژي د طالبانو لپاره ډېر کاروندوالی لري. د خدماتو، قانون، عدالت، حقونو او ازادیو په نشتوالي کې یوازې وېره کولای شي خلک د یوه رژیم پر وړاندې له بلوا راوګرځوي، ان که د هغې کاروندوالۍ دایمي نه وي. په تېرو دوه نیمو کلونو کې دغې تګلارې ښه کار ورکړی او د خلکو یوه برخه یې له طالبانو سره له مخالفت او د دغې ډلې پر وړاندې له درېدو او یا د حقونو او ازادیو له غوښتنې لېرې ساتلې ده. بلخوا، په ټولنه کې د طالبانو د تګلارو او کړنو پر وړاندې خورا پراخ  خو کرار مقاومت شته. دا مقاومت په بیلابیلو بڼو څرګندیږي، د جامو د اغوستلو له څرنګوالي نیولې د ویښتانو او ږیرې تر اصلاح پورې (په نارینه وو کې) د کلتوري پیښو نمانځل لکه نوروز او یلدا، په ځمکتلو کې د پوهنتون او ښوونځي جوړول، د انلاین زده کړو تعقیبول، حفظ الصحې ته پاملرنه او …..  دا مقاومت د طالبانو پر وړاندې د اعتراض کوونکو ښځو د بېلابېلو ډلو او پوځي جبهو د مقاومت ترڅنګ، یو له هغو چلندونو دی چې ښيي د طالبانو د ډار سټراټېژي په بشپړه توګه اغېزناکه نه ده. د طالبانو رهبري چې د خلکو د حقونو د خوندېتوب او د خدماتو د وړاندې کولو توان نه لري، مجبوره ده چې له خلکو سره خپلې اړیکې د وېرې پر بنسټ جوړې کړي.

د طالبانو د وېرې تګلاره بېلابېل پړاوونه لري. هر پړاو د یوې ټاکلې مودې لپاره کارندوالی لرلای شي او بیا خپل کارندوالی له لاسه ورکوي. که څه هم خلک ورو ورو له هغو محدودیتونو سره عادت کیږي چې د وېرې د خپریدو لپاره لګول شوي، خو ترې د لېرې پاتې کېدو لارې هم لټوي. په دې موده کې طالبان چې لا هم د خدماتو د وړاندې کولو توان نه لري او د خلکو حقونو او ازادیو ته درناوی نه کوي، د خپلې تګلارې بل پړاو پلي کوي. په دویم پړاو کې د لومړي پړاو په پرتله سخت محدودیتونه لګول کیږي. دا تګلاره همداسې دوام لري. کله کله چې هغوی ګوري یوازې وېره اغېزناکه نه ده، په یوه داسې شرموونکي اقدام لاس پورې کوي چې د ټولنې سپکاوی دی. د افغانستان په نرواکې ټولنه کې په ځینو مواردو کې که یو سړی وغواړي د بل سپکاوی وکړي، د هغه د خپلوانو (البته ښځو) پاک لمني په نښه کوي. په ښار او بازار کې ورځنۍ ښکنځلې د دې کړنلارې څرګنده بېلګه ده.  طالبان د دې ټکي په درک کولو سره اوس د ښځو په تښتولو او شکنجه کولو سره چې کله ناکله له جنسي تېري سره هم مخ کیږي، ټولنه سپکوي، څو خلک نورهم  ووېرېږي او د طالباني کېدو پر وړاندې د ټولنې کرار خو پرلپسې مقاومت او مخالفت وځپل شي    او اعتراض کوونکې ښځې هم له ښکاره مخالفته لاس واخلي.  دا د یوې ټولنې د مدیریت لپاره ترټولو غیر انساني لاره ده. څرنګه چې بنسټپالې او افراطي ډلې پر دې باور دي چې هدف وسیله توجیه کوي، د وېرې په خپرولو سره د ټولنې د کنټرول لپاره په هر اقدام لاس پورې کوي.

د طالبانو له خوا له تښتول شویو ښځو باج اخیستنه د دغې ډلې د ګټو بله برخه تامینوي. د طالبانو له خوا نيول شوې ښځې وايي، چې د طالبانو په زندانونو کې شکنجه شوي او په ضمانت کې د خپلو جايدادونو د اسنادو تر اېښودو وروسته مجبورې شوي دي چې د طالبانو جنګياليو او قوماندانانو ته پيسې ورکړي، څو له دغو زندانونو د افغانستان په نوم یوه لوی زندان ته ولاړې شي.

له هغې وروسته چې طالبانو د نجونو او ځوانو ښځو تښتول پيل کړي، په ښارونو کې د پخوا په پرتله ګڼه ګوڼه کمه شوې او کاروبارونه ساړه شوي دي. د ورځې ښځې په ښارونو کې نه لیدل کیږي. هغوی له دې وېرې چې د طالبانو د امربالمعروف له لوري تښتول کیږي او سپکاوی یې کېږي مجبورې دي چې د خپلو کورونو په چاردېوالیو کې شپې او ورځې تېرې کړي. عمومي فضا په بشپړ ډول نارینه شوې ده. دا حالت حتی په کلیو کې هم حاکم دی. ان هغه کلیوالې ښځې چې په دودیز ډول په افغانستان کې په کروندو کې کار کوي او د کورنۍ له نارینه وو سره په کرنې او ځمکوالۍ کې مرسته کوي، اوس د پخوا په څېر په ډاډه زړه خپلو ځمکو ته نه شي تللای. نو د طالبانو د دې سټراټېژۍ په پلي کولو سره به اقتصاد نور هم خراب شي او په میلیونونو ښځې به د چاردېوالیو په کونجونو کې په ډېر غیر انساني ډول شکنجه شي. د طالبانو له خوا د تښتول کېدو دوامدارې وېرې ډیرې کوچنۍ نجونې هم له زده کړو راګرځولي دي. یو ځل یوې مور لیکلي وو، چې لور یې د ورځې یو ساعت انګلیسي ژبه لولي او تر څو چې بیرته راستنېږي نو لس ځلي خپل لور ته زنګ وهي څو ډاډه شي چې د طالبانو لاس ته نه ده لوېدلې. په داسې حال کې چې د هغې لور اېله لس یا دولس کلنه ده.

د طالبانو د سټراټېژۍ دا پړاو په ټولنه کې ژور ټپونه پيدا کوي، داسې ټپونه چې ښایي هېڅکله یې درملنه ونه شي. داسې ښکاري چې طالبان چې په تدریجي او پرلپسې توګه یې د ډار ستراتیژي پلي کړې او د یوه محدودیت له کار ورکولو وروسته یې بل بندیز لګولی، اوس داسې یوه پړاو ته رسېدلې چې تصور کوي، د تړل کېدو لپاره کوم ځای پاتې نه دی او باید د کورنیو سپيڅلي حریم ته سپکاوی وکړي او ښځو ته لاس واچوي. د سټراټېژۍ دغه پړاو په ټولنه کې داسې وېره رامنځته کړې چې نه څوک ورسره عادت کېدای شي او نه یې په اسانۍ بابېزه ګڼلای شي. داسې ښکاري چې طالبان د ښځو پر وړاندې د خپلې وېرې د تګلارې وروستي پړاو ته رسېدلي دي. هغوی نور یوازې پر ډارولو اکتفا نه کوي. اوس د ټولنې په سپکاوي لاس پورې کوي او پر خپل دغه کار یې د «اسلامی حجاب» نوم اېښی دی، په داسې حال کې چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې هم افغان ښځو حجاب اغوسته. په ښارونو کې د ځانګړو ځایونو انتخاب هم د هماغو ځایونو د خلکو د سپکاوي په موخه ترسره کیږي.

که طالبانو د اسلام او دين پروا لرلای، نو د اسلام د لارښوونو خلاف به يې په دومره کلونو کې خلک نه وژل، عامه تاسيسات به يې نه ورانول، د ټولنې اقتصاد او کلتور ته به يې زيان نه رساوه، جنسي تېري به يې نه کاوه، تعصب او تبعيض به یې د یوې شېبې لپاره یوې خواته پرېښودلای، رشوت به یې نه اخیست، پاسپورټ به یې د افغانستان پر بې وزلو خلکو په زرګونو ډالرو نه پلوره ، د ټولنې د بې وزلو کارګرانو ډوډۍ به یې نه اخیسته، بشري مرستې به یې نه غلا کولې او …..

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x