د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضاوف سره په لیدنه کې د دې ډلې او عشقاباد ترمنځ د صادراتو او سوداګرۍ پر توازن ټینګار کړی دی.
عزيزي او د ترکمنستان سفير د شنبې ورځ، مرغومي په ۲۳مه په کابل کې لیدنه کړې.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو ناستو او نږدې راتلونکي کې په عشقاباد کې د افغاني محصولاتو د نندارتون د جوړېدو هوکړې ته رسیدلي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې لیدنه کې د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالي پر پلان او همداراز د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې پر اسانتیاوو خبرې شوې دي.
د روان کال د لیندۍ په ۲۵مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې ترکمنستان غواړي له دې ډلې سره خپله سوداګري یو میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.
هغه مهال د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د یوې ګډې ستراتیژۍ د جوړېدو غوښتنه کړې وه.
اړوندې لیکنې :
- یوه چینايي ورځپاڼه: په افغانستان کې اسلامي افراطیت او ترهګري مخ پر زیاتېدو ده
- د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې د مرستو له کمېدو سره بېوزلي مخ پر زیاتېدو ده
- ستانکزی: طالبان له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي
- مولوي عبدالکبیر: طالبان د سیمې او نړۍ د امنیت غوښتونکي دي
- مولوي عبدالکبیر: طالبان له اروپايي هېوادونو سره د «مثبت تعامل» غوښتونکي دي
- طالبانو د تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱۰.۳ میلیارده ډالر ښودلی