د روسیې د لومړي وزیر لومړي مرستیال اندري بلوسف ویلي، هېواد یې هوډ لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې هر کال له ۳۲ زرو ډېرې بېپیلوټه الوتکې تولید کړي او کورني تولیدکوونکي به د بازار ۷۰ سلنه برخه جوړه کړي.
ټاس خبري اژانس شنبه د جنورۍ پر ۶مه د روسیې د لومړي وزیر لومړي مرستیال اندري بلوسف په حواله دا خبر ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې: «په کال کې د زدهکړییزو بېپیلوټه الوتکو پرته د نقلیه هوايي بېپیلوټه الوتکو(ډرون) د تولید کچه ۳۲ زره او ۵۰۰ دستګاوې پلان شوې دي.»
د هغه په خبره، دا اوسني تولید ته په کتو شاوخوا درې برابره زیاتوالی ښيي.
نوموړي ویلي چې روسیه به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ۶۹۶ میلیارد روبلو په ارزښت چې ۷.۶۶ میلیارد ډالر کېږي، د بېپیلوټه الوتکو د ملي پروژې تمویل وکړي او په دې تړاو به نور جزییات په دې میاشت کې خپاره کړي.
ورته مهال تېر کال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و چې بېپیلوټه الوتکې د پوځ سربېره شاوخوا په ټولو برخو کې کارېدلی شي.
له بلې خوا اوکراین هم د تېر کال په ډسمبر کې ویلي و، په پام کې لري چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۱ زرو ډېرې د لرې واټن او منځني واټن بریدګرې بېپیلوټه الوتکې او دغه راز یو میلیون FPV ډوله بېپیلوټه الوتکې تولید کړي.
اړوندې لیکنې :
- ملاله یوسفزۍ ۱۳ کاله وروسته په سوات کې خپل کلي ته لاړه
- طالبان او په افغانستان کې د فقر زیاتوالی: د طالبانو له راستنېدو درې کاله وروسته اقتصادی بحران
- نن د جاپاني الاصله افغان بشرپاله تیتسو ناکامورا د وژنې څلور کاله پوره شول
- د پروان په فضا کې د بېپیلوټه الوتکې ګزمه
- د پروان په فضا کې یو وار بیا د بېپیلوټه الوتکې ګزمه
- د کاپيسا په آسمان کې د بېپیلوټه الوتکې ګزمې