روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۵۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۵۸
: 2

جګړه او ورانی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : جګړه د بشري ټولنې ناوړه پديده ده، له بده مرغه چې بشري ټولنه په دې برخه کې خورا ډېره مخینه لري. د بشر د تاریخ په هر څپرکي کې جګړې شوې دي، تر بېلابېلو نومونو لاندې، په بېلابېلو قومونو، ځایونو او زمانو کې. دا جګړې کله تر مقدس نوم لاندې شوې دي او کله تر غیر مقدس، خو د جنګ ماهیت ته په کتو ویلای شو چې ټولې جګړې ناوړې دي، هره جګړه د خپل ذات له مخې کرغېړنه ده.

جنګ جګړې ویجاړي او ورانی دی، انساني ټولنه په کې خرابېږي، اخلاقیات په کې زیان ويني، ژوند ته صدمه رسوي، ژوي ژوبلوي، چاپېریال ته تاوان لري، جوړ هېوادونه ورانوي او روغ رمټ انسانان په رواني لحاظ ناروغان کوي.

جګړه د بشري ټولنې ناوړه پديده ده، له بده مرغه چې بشري ټولنه په دې برخه کې خورا ډېره مخینه لري. د بشر د تاریخ په هر څپرکي کې جګړې شوې دي، تر بېلابېلو نومونو لاندې، په بېلابېلو قومونو، ځایونو او زمانو کې. دا جګړې کله تر مقدس نوم لاندې شوې دي او کله تر غیر مقدس، خو د جنګ ماهیت ته په کتو ویلای شو چې ټولې جګړې ناوړې دي، هره جګړه د خپل ذات له مخې کرغېړنه ده.

دا بېله خبره ده چې کله جګړه وچ مجبوریت وي، خو دا هم باید په یاد ولرو چې جنګ په ژوند کې تر بل هر اپشن وروستی دی، که تر دې وړاندې بل هیڅ اپشن په ژوند کې کار نه ور کاوه، بیا جنګ یوه مجبوري ده، چې د ځان، مال، وطن، دین او ابرو ساتنه په کېږي.

بلخوا زموږ په عصر کې جګړې ډېرې خونړۍ شوې هم دي، جګړه د بشر هغه پديده ده که یو ځای ومښلي، بیا يې د ژر درېدو تمه نه کېږي او څومره چې وخت پر تېرېږي، همدومره تشدیدېږي او لا زیات ابعاد پيدا کوي.

اوس وخت په ټولنه کې د بدلون لپاره نورې لارې چارې هم شته چې په معاصره نړۍ کې ډېر اغېزناکې تمامې شوې دي، بناء خلک باید په ټولنه کې د بدلون او له حکومتونو و چارواکو د حقوقو غوښتلو په مسلو کې همدا نورې لارې چارې استعمال کړي، له جنګ جګړو مخ واړوي.

دې ته باید وکتل شي چې د جګړې ابزار څوک جوړوي؟ هر څوک چې د جګړه ییزو ابزارو تولید کوي، د هر ځای د جنګ ګټه هم دغې سرچینې ته روان ده، له جګړې څخه د هغوی اقتصاد ته ګټه رسېږي او نور هیوادونه و خلک ور څخه زیان ويني، وطن يې خرابېږي، انسانان يې وژل کېږي، فضا يې ککړه کېږي، هوا ورته ګرمېږي، پر اقتصاد، تعلیم، اخلاقو او ټولنیزو چارو ژور اغېز پرېږدي، د بشري ټولنې د دې سترو زیانونو په مقابل کې تولید کوونکی هیواد د وینو په دې تجارت کې خپل اقتصادي رشد ويني.

یو بل دود چې تاریخ ثبت کړی دی، هغه دا دی چې په جګړه راغلي، بېرته له واکه په جګړه پسې اخیستل شوي دي، نو که غواړو چې دغه رواج ته بدلون ورکړو، باید د بدلون لپاره یوازې همدغه اپشن استعمال نه کړو، نورې لارې چې زیان نه لري، ګټورې دي، هيڅ ډول جانبي عوارض نه پېښوي او موږ ته خپلې موخې په لاس را کوي، له هغو باید کار واخیستل شي.

یو بل مهم ټکی دا هم په کې شته چې په جګړه کې هغه انسان وژل کېږي چې د هغه لپاره د بدلون هیله کېږي، هغه هېواد کې ورانېږي چې د بدلون لپاره يې مبارزه کېږي، نو هغه بدلون څوک څه کوي چې ماشومان یتیمان کړي، میرمنې کونډې کړي، هېواد وران کړي او تر دې وروسته راشي.

دا یوه خبره په تجربو ثابته ده چې د جګړو له ګڼو جانبي عوارضو سره چې هره جګړه يې په خپل وخت کې لري، یو عمده فکټور په کې دا دی چې منفي پایلې يې ډېرې ژورې او مثبتې یا نه شته یا هم یوازې تر محدودو کړیو او محدود وخته پوري. ځکه له جګړې بله جګړه زېږي، په دې توګه یو ناورین د بل ناورین سبب کېږي، همدا سلسله همداسې دوام کوي. په دې ډول د جګړو مثبت اړخونه که وي هم ډېر محدود پاتې کېږي.

یو بل زیان يې دا دی چې د جګړې ډګر ته د نړۍ د ټولو تېريګرو لاس رسی اسانه کوي، دغه ځای د نړۍ لپاره په یوه داسې سیمه بدل شي چې هر زورور په کې له خپل سیال سره زور ازمايي کوي. موږ د دې ژوندۍ بېلګې په نړۍ کې همدا نن په خپلو سترګو وینو. نن چې هر څوک په خپل هېواد کې د جګړې اور بلوي، یا به ناپوه وي، یا د بل د ګټو ساتونکی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x