د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور په اړه د اندېښنو په ځواب کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له دې پدېدې سره مبارزه وکړي.
د دغه وزارت ویاند مټیو میلر پنجشنبه، د مرغومي پر ۱۴مه په یوې خبري غونډه کې ویلي چې طالبان باید په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.
هغه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: «موږ همداراز طالبانو ته څرګندوو، هغوی د ترهګرۍ ضد ژمنې لري چې مونږ ترې د ژمنتیا تمه لرو.»
نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی چې هېواد یې د افغانستان څارنه کوي او د نهشتوالي سره سره د ترهګرو فعالیتونو ته د ځواب ویلو لپاره خپلې وړتیاوې ساتي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي په افغانستان کې د القاعدې مشر ایمنالظواهري وژل کېدو ته اشاره کړې او دا یې د ترهګرو ګواښونو په مخنیوي کې د امریکا د وړتیا نښه بللې ده.
طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون بېلابېلو هېوادونو په ځلونو دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو حضور په اړه اندېښنې ښودلې دي.
د ویلو ده چې په پاکستان بریدونو او همداراز ایران کې وروستیو دوو بریدونو د افغانستان د ګاونډیانو ترمنځ د امنیتي اندېښنو څپې را پارولي دي.
اړوندې لیکنې :
- د نورستان کندېکپرې سړکونه؛ طالبان د جمهوریت په څېر په یخ لیکلې ژمنې ورکوي
- د کمونیسم او نازیسم سره د طالبسم عجیب ورته والی
- «اوسيسيارپي» راپور ته د رحمانیانو غبرګون: د سوداګرو په توګه د نړۍ په هر ځای کې د پانګونې حق لرو
- امریکا: اسرائیل باید په روانه اوونۍ کې د ایران بریدونو ته چمتو اوسي
- ذبیح الله مجاهد: د جان اڅکزي څرګندونې په دې نه ارزي، چې غبرګون ورته وښودل شي
- د بشري حقونو څاروونکي: طالب مشران باید د ښځو د جنسي ځورونې د جرمونو په اړه ځواب ورکوونکي اوسي