دوو باخبرو سرچینو رویټرز ته ویلي، د امریکا د استخباراتي ادارو له خوا راټول شوي معلومات او شواهد ښيي چې په افغانستان کې میشت د داعش خراسان څانګې په ایران کې دوه چاودنې کړي دي.
دغو سرچینو د جمعې ورځ، جنورۍ په ۵مه ویلي چې د امریکا استخباراتي ادارو دغه معلومات د «څار اړیکو» پر بنسټ ترلاسه کړي دي.
یوې سرچینې زیاته کړې ده: «معلومات روښانه دي او انکار ترې نه شي کېدای.»
د ایران سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان قاسم سلیماني د ترور څلورم تلین په مراسمو کې د ګډون لپاره د خلکو په منځ کې په دوو چاودنو کې لږترلږه ۸۸ کسان وژل شوي دي.
داعش ډلې په خپل ټلګرام چینل کې یوه بیانیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د دې ډلې دوو غړو د قاسم سلیماني په تلین غونډه کې خپل «ځانمرګي واسکټونه» الوځولي دي.
اړوندې لیکنې :
- بلومبرګ: په سیمه کې وروستیو چاودنو لوېدیځ کې د داعش د برید په هکله اندېښنې زیاتې کړي
- ایران پوځ: د اسراییلو په بریدونو کې د ایران دوه سرتېري وژل شوي دي
- امریکا په افغانستان کې د داعش د ودې لامل شوې؟
- داعش جنګیالیو په ننګرهار کې د طالبانو یو غړی وژلی
- ملا یعقوب: داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري
- په افغانستان کې د داعش د پراخېدو اصلي عامل