روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۱۳

د ترکیې سفیر او د طالبانو د کابل پوهنتون رئیس د «علمي همکاریو» په اړه خبرې وکړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال په کابل پوهنتون کې د طالبانو له رئیس اسامه عزیز سره په لیدنه کې د «علمي همکاریو» په هکله خبرې کړې دي.په کابل کې د ترکیې سفارت په یوه بیان کې لیکلي چې دا لیدنه د سې‌شنبې ورځ، د لیندۍ په ۲۸مه ترسره شوې ده.

په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال په کابل پوهنتون کې د طالبانو له رئیس اسامه عزیز سره په لیدنه کې د «علمي همکاریو» په هکله خبرې کړې دي.

په کابل کې د ترکیې سفارت په یوه بیان کې لیکلي چې دا لیدنه د سې‌شنبې ورځ، د لیندۍ په ۲۸مه ترسره شوې ده.

د دغه سفارت په خبره، په دې لیدنه کې دواړو خواوو تایید کړې چې « د نورو برخو په څېر د پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ په برخه کې هم د پام وړ ظرفیت» موجود دی.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ د پیل راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ تړل شوې دي.

د خپاره شویو راپورونو پر بنسټ، د دې ډلې له لورې د سختو بندیزونو د لګېدو له امله د افغانستان د پوهنتونونو څه باندې ۴۰۰ استادان له هېواده وتلي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x