افغان ووشو لوبغاړی مرتضی صفدري په اېټالیا کې د «کرېسمس د مارانو» په نوم د ووشو سیالیو اتل شو.
دغه ووشوکار افغان په اېټالیا کې د کرېسمس د ښامار سیالۍ په پنځم پړاو کې اتلوالي تر لاسه کړه.
دغه افغان ووشو لوبغاړی چې په اېټالیا کې اوسېږي، په ۴۸ کیلو ګرامه وزن کې او د ځوانانو د عمرونو په درجه بندۍ کې ګډون کړی و.
صفدري وروسته له دوو بریاوو لومړی مقام خپل کړ.
دغه سیالۍ د «کاټانزارو» مرکزي ووشو اکاډمۍ لهخوا د اېټالیا د ووشو فډراسیون په همغږۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د اېټالیا، جرمني او اسپانیا هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی و.
اړوندې لیکنې :