روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۵۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۵۰

متقي د بریټانیې سفارت شارژدافیر ته: د تعامل دروازې د هرچا پر مخ خلاصې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د بریټانیا د سفارت له شارژدافیر رابرټ چټرټن ډیکسن سره په لیدنه کې یو ځل بیا له دې ډلې سره د «ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړۍ هېوادونو» د تعامل غوښتنه کړې ده.د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیااحمد تکل د سې شنبې ورځ، د لیندۍ په ۲۸مه په ایکس پاڼه کې لیکلي چې متقي کابل کې له ډیکسن سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د بریټانیا د سفارت له شارژدافیر رابرټ چټرټن ډیکسن سره په لیدنه کې یو ځل بیا له دې ډلې سره د «ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړۍ هېوادونو» د تعامل غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیااحمد تکل د سې شنبې ورځ، د لیندۍ په ۲۸مه په ایکس پاڼه کې لیکلي چې متقي کابل کې له ډیکسن سره لیدلي دي.

متقي په دې ناسته کې ویلي چې طالبان «له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې لري او د تعامل دروازې د ټولو پر مخ خلاصې دي. له همدې امله دا وضعیت باید پیاوړی شي.»

ضیااحمد تکل په ​​کابل کې د بریټانیا د سفارت شارژدافير له قوله ویلي«: اوسني شرايط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سياسي مسايلو د پراختيا لپاره ښه فرصت دى.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د بریټانیا د بهرنیو چارود ګډو ګټو او پراختیا دفتر په افغانستان کې د سیاسي نظام د بدلون لپاره د تاوتریخوالي پر مخنیوي ټینګار کړی و.

دغه بنسټ زیاته کړې وه په افغانستان کې هر ډول تاوتریخوالی د دغه هېواد د خلکو په ګټه نه دی او نړۍواله ټولنه په هر شکل له تاوتریخوالي څخه خپله کرکه څرګندوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x