د الجزیرې شبکې اعلان وکړ چې په غزه کې د خپل خبریال د «قتل» قانوني قضیه چمتو کوي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کوي.
د الجزیرې ټلویزیون خبریال سامر ابو دقه د تېرې جمعې په ورځ د غزې په خان یونس کې پر یوه ښوونځي د اسراییل په توغندیز برید کې ووژل شو.
الجزیرې ویلي چې د اسراییلي پوځ له خوا د توغندیو ډزې د سامر ابو دقه د «مرګونې ټپي کیدو» لامل شوې دي.
دغې شبکې په یوه بیان کې لیکلي، چې د نړیوالې حقوقي ډلې او په دې برخه کې د کارپوهانو په ګډون یې یوه کاري ډله جوړه کړې، چې د دغه خبریال د وژنې هر اړخیزه دوسیه د نړیوالې جنایي محکمې څارنوالۍ ته وړاندې کړي.
د دغه خبر په ځواب کې اسراییل وویل چې دوی «هیڅکله» په قصدي توګه خبریالان نه په نښه کوي خو په توده جګړه کې د خبریالانو شتون خپله هم «طبیعي ګواښونه» لري.
د جرمونو نړیواله محکمه دا مهال په فلسطین او اسراییل کې د احتمالي جرمونو په اړه څېړنه کوي.
اسراییل د فلسطین په خاوره کې د جرمونو د نړیوالې محکمې واک په رسمیت نه پیژني او مخکې یې هم له دې محکمې سره له همکارۍ ډډه کړې وه.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په غزه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۶۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.