سیمهییزو سرچینو په پروان کې د یوه ځوان د ځانوژنې خبر ورکړی.
سرچينې رسانو ورځپاڼې ته تاييد کړې چې دغه ځوان نثاراحمد نادري نومېده او د شنبې ورځ د لیندۍ په ۲۵مه د ماښام مهال د جبل السراج ولسوالۍ په مناره سيمه کې ځانوژنه کړې ده.
که څه هم د نثاراحمد د ځانوژنې انګېزه تر اوسه نه ده معلومه، خو سرچینې ادعا کوي چې د خپلې خوښې نجلۍ د کورنۍ له خوا د واده غوښتنې د نه منلو له امله یې د «موږګ وژنې» زهر خوړلي او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
دغه ځوان روغتون ته په لاره کې د «د موږک وژنې زهرو» له خوړلو وروسته مړ شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ځانوژنو پېښو کچه بې ساري لوړه شوې ده.
شنونکي وايي چې د ځانوژنې د زیاتوالي لاملونه بې وزلي، بېکاري، اجباري ودونه، کورنۍ تاوتریخوالی او د طالبانو لخوا وضع شوي محدودیتونه دي.
اړوندې لیکنې :