روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۴۱

د امریکا استازو جرګه د جوبایډن د استیضاح په اړه څېړنه کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکا استازو جرګې د چهارشنبې په ورځ د لېندۍ په ۲۲مه رسمأ د امریکا د ولسمشر جوبایډن د استیضاح په اړه د څېړنې لپاره هوکړه وکړه.دغه څېړنه د دې لپاره کېږي، چې معلومه کړي ایا جوبایډن د خپل زوی هانټر بایډن په سوداګریزو معاملو کې ناوړه ګټه اخیستې که څنګه؟له دغو څېړنو څو ساعته وړاندې هانټر بایډن چې په مالياتي سرغړوونو تورن دی، د تړلو دراوزو ترشا کمیټې ته له شهادت ورکولو ډډه وکړه.

د امریکا استازو جرګې د چهارشنبې په ورځ د لېندۍ په ۲۲مه رسمأ د امریکا د ولسمشر جوبایډن د استیضاح په اړه د څېړنې لپاره هوکړه وکړه.

دغه څېړنه د دې لپاره کېږي، چې معلومه کړي ایا جوبایډن د خپل زوی هانټر بایډن په سوداګریزو معاملو کې ناوړه ګټه اخیستې که څنګه؟

له دغو څېړنو څو ساعته وړاندې هانټر بایډن چې په مالياتي سرغړوونو تورن دی، د تړلو دراوزو ترشا کمیټې ته له شهادت ورکولو ډډه وکړه.

سپینې ماڼۍ دغه څېړنه رد کړې ده او هغه یې نه ثابتېدونکې او تشه سیاسي انګېزه بللې.

د امریکا د استازو جرګه چې د جمهوري غوښتونکو په واک کې ده، د ۲۲۱ مثبتو او ۲۱۲ مخالفو رایو سره د بایډن پر وړاندې د لګېدلیو تورونو په اړه د څېړنې اجازه ورکړه.

د امریکا په استازو جرګه کې جمهوري غوښتونکي ادعا کوي، چې جوبایډن او کورنۍ یې د بارک اوباما د مرستیالۍ پرمهال په ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۷ کلونو کې د هغه له دریځه ګټه پورته کړې.

د امریکا د ولسمشر ۵۳ کلن زوی هانټر بایډن ویلي، هیڅ داسې اسناد نه شته چې دا ثابته کړي چې پلار یې د هغه په سوداګریزو چارو کې ښکېل و،« ځکه چې داسې کوم څه نه دي شوي».

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x