روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۶

طالبانو روان کال د تېر کال په پرتله له روسيې څخه دوه برابره زیات تېل وارد کړي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د صنعتي معلوماتو له مخې؛ طالبانو د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې ۱۷۶ زره ټنه مایع ګاز وارد کړي، چې د تېر کال دوه برابره زیاتوالی ښيي.روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو دا یو له هغو لومړنیو هېوادونو دی، چې واک ته له رسېدو وروسته یې له دغې ډلې سره سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.

د صنعتي معلوماتو له مخې؛ طالبانو د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې ۱۷۶ زره ټنه مایع ګاز وارد کړي، چې د تېر کال دوه برابره زیاتوالی ښيي.

روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو دا یو له هغو لومړنیو هېوادونو دی، چې واک ته له رسېدو وروسته یې له دغې ډلې سره سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.

تېر کال دغې ډلې له روسیې سره د پټرول، ډیزل، ګازو او غنمو د رسولو تړون وروسته له هغه لاسلیک کړ، چې مسکو د طالبانو حکومت ته د توکو په اوسط نړۍوال نرخ کې د تخفیف وړاندیز وکړ.

دا تړون په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې ډلې لومړنۍ پېژندل شوی لوی اقتصادي تړون دی.

رویټرز د صنعت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د جنورۍ څخه تر نومبر میاشتو پورې افغانستان ته د ریل له لارې د روسیې د مایع طبیعي ګازو صادرات له ۱۷۶ زرو ټنو څخه زیات شوي، چې دا د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره زیات دي.

په همدې حال کې منځنۍ اسیا ته د روسیې د مایع ګازو صادرات د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې دوه برابره شوي او ۳۹۰ زره ۱۰۰ټنو ته رسېدلي دي.

مایع ګاز په عمده توګه د موټرو، تودوخې او نورو پیټرو کیمیکلونو د تولید لپاره کارول کیږي.

د تیلو برعکس د روسیې د ګاز صادرات د لویدیځ بندیزونو له خوا په نښه شوي نه دي؛ خو روسیې له اروپا څخه منځنۍ اسیا ته د ګازو صادرات متمرکز کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x