روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۰۱
: 2

نصیر احمد فایق: په قانوني ډول د افغانانو ژوند، آزادي، شخصي امنیت او محرمیت خوندي نه دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت وایي چې د طالبانو له خوا د افغانانو د مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه په ښکاره توګه تر پښو لاندې شوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت وایي چې د طالبانو له خوا د افغانانو د مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه په ښکاره توګه تر پښو لاندې شوي.

ښاغلي فایق نن یکشنبې (د لیندۍ ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۷۵ مه کلیزه په داسې حال کې نمانځل کیږي چې له تیرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې ښځې د زده کړو او د کار کولو له حق څخه بې برخې دي.

د نوموړي په خبره، اوسمهال د افغانانو د ژوند، آزادۍ، شخصي امنیت او محرمیت په قانوني ډول خوندي نه دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په ځلونو ویلي دي چې د طالبانو «ډیکټاتوري او استبدادي سیاست افغانستان له نړیوالې انزوا سره مخامخ کړی،» او افغانان یې له اقتصادي او بشري ناورین سره مخامخ کړي دي.

د ډسمبر لسمه چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د تصویب له ٧٥مې کالیزې سره برابره ده، د افغانستان ډیپلوماتیکو استازولیو د طالبانو لخوا د افغانانو د بشري حقونو په سرغړونې نیوکه وکړه او وایي چې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانانو د خپلو اساسي حقونو د نقض د نوي ریکارډ شاهدان دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x