روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۳۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۱:۳۷
: 1

د اسراییل له خوا د نیول شویو فلسطینیانو د نیمه بربنډو انځورونو خپرېدو نیوکې راوپارولې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : اسراییلي رسنیو تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ د اسراييل له خوا د نيول شويو فلسطينيانو د يوې ډلې انځورونه خپاره کړل، چې د غزې په يوه کوڅه کې يې بربنډ کینولي دي.په انځورونو کې فلسطینیان لیدل کېږي چې له جامو پرته د سړک پر غاړه په ګونډو دي او د اسراییلي پوځیانو له خوا یې څارنه کیږي.د اسراییل د پوځ ویاند ایلون لوي د دغو کسانو په اړه ویلي، چې دوی د غزې ښار په جبالیه او شجاعیه سیمو کې د حماس ډلې په پناه ځایونو کې نیول شوي دي.نوموړي زیاته کړه، په دغه سيمه کې یې ولسي خلکو ته ویلي و چې له دې ځایه ووځي.

اسراییلي رسنیو تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ د اسراييل له خوا د نيول شويو فلسطينيانو د يوې ډلې انځورونه خپاره کړل، چې د غزې په يوه کوڅه کې يې بربنډ کینولي دي.

په انځورونو کې فلسطینیان لیدل کېږي چې له جامو پرته د سړک پر غاړه په ګونډو دي او د اسراییلي پوځیانو له خوا یې څارنه کیږي.

د اسراییل د پوځ ویاند ایلون لوي د دغو کسانو په اړه ویلي، چې دوی د غزې ښار په جبالیه او شجاعیه سیمو کې د حماس ډلې په پناه ځایونو کې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په دغه سيمه کې یې ولسي خلکو ته ویلي و چې له دې ځایه ووځي.

اخوا رویټرز خبري اژانس لیکلي دي چې دغه کسان د غزې په شمال کې د بیت لاحیا په سیمه کې نیول شوي دي، هغه ځای چې اسراییلي پوځ ولسي وګړو ته د وتلو خبرداری ورکړی و.

فلسطینیان بیا وايي، په دغو انځورونو کې د دوی ځینې خپلوان لیدل کېږي، چې له حماس سره هېڅ تړاو نه لري.

فلسطیني هاني المادحون چې په امريکا کې اوسېږي، رويټرز اژانس ته ويلي، چې په انځورونو کې يې د خپل دولس کلن وراره په ګډون دولس تنه خپلوان ليدلي دي.

هغه زياته کړې، چې دغه کسان د اسرایيلي پوځ له خوا له دولس ساعته بند او پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوي دي.

دغه فلسطیني وګړي وویل چې خپلوان یې له حماس ډلې سره هیڅ تړاو نه لري.

په لندن کې میشت نوي العربي خبري شبکې هم ویلي چې د دوی یو خبریال دیا الکهولت هم په نیول شویو کسانو کې شامل دی.

دغې شبکې له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل چې د خبریالانو نیول کیدل وغندي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دغه خبریال د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یاد خبریال د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د اردن بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي هم ویلي چې په نیول شویو کسانو کې یو شمیر خبریالان او ډاکټران هم شته چې سپکاوی یې شوی دی.

د حماس یوه چارواکي عزت الرشیق د دې انځورونو په غبرګون کې اسراییل د «بې ګناه ملکي وګړو په وړاندې د یو ظالمانه جرم» په ترسره کولو تورن کړ.

هغه وويل، دغه کسان په يوه ښوونځي کې چې ملکي وګړو د اسراييل بمباريو له امله پناه اخیسنې وه، نیول شوي دي.

د فلسطینیانو نیول او بربنډولو د بشري حقونو د ځینو ډلو له نیوکو سره هم مخ شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې د انځورونو په اړه ژوره اندیښنه لري: «له ټولو نیول شویو کسانو سره باید د نړیوال بشردوستانه قانون سره سم د انساني کرامت له مخې چلند وشي.»

د حماس رسنيز دفتر ويلي، چې اسراييل له دغو کسانو څخه يو شمېر یې خوشې کړي، خو دا لا روښانه نه ده چې څومره نور لا هم په بند کې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x