د اکسپرېس ټربیون د راپور له مخې باوري سرچینو ویلي، د طالبانو حکومت دغه کسان یوه ورځ وړاندې په کونړ ولایت کې نیولي دي.
راپور کې راغلي:« په یو مهم پرمختګ کې، د افغانستان سرپرستې ادارې د تحریک طالبان پاکستان د ملاکنډ ډویژن اړوند درې قوماندانان او ۱۶ وسلهوال نیولي دي.»
دغه سرچینې د سه شنبې په ورځ اکسپرېس ټربیون ته ویلي، دغه کسان یوه ورځ وړاندې د کونړ په سرحدي سیمه کې نیول شوي وو.
دغه ګام وروسته له هغه اخیسنل شوی، چې پاکستان پر افغان طالبانو فشارونه زیات کړي؛ چې د ټيټيپي په وړاندې پرېکنده ګام واخلي.
تېره میاشت اسلام اباد کابل ته د غوښتنو یو لېست استولی و، چې یوه غوښتنه یې دوی ته د حافظ ګل بهادر سپارل و.
د یوې سرچینې په وینا، په نیول شویو کسانو کې د ملاکنډ ډویژن څخه د استاد جي په نوم قوماندان الیاس هم شامل دی.
په دوی کې دوه نور قوماندانان چې د ملاکنډ شورا غړي دي هم نیول شوي دي.
ویل کېږي، چې دغه کسان تر نیول کېدو وروسته سمدستي د کنړ زندان ته لېږدول شویدي.
سرچینې ویلي، چې د لومړنيو راپورونو له مخې نیول شوي کسان په خیبر پښتونخوا کې د اسلامي دولت خراسان صوبې سره اړیکې لري.
تر دې یوه اونۍ وړاندې پاکستان افغانستان ته خبرداری ورکړی و، چې که په راتلونکي کې له افغان خاورې پر پاکستان کوم برید وشو؛ نو دوی به سخت ځواب ورکړي.
اړوندې لیکنې :
- معترضې ښځې: د طالبانو د بندیزونو له امله افغان مېرمنې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې
- د امریکا له خوا د طالبانو پر دوو لوړ پوړو چارواکو بندیزونه؛ مجاهد: فشار راوړل د هېڅ ستونزې حل نه دی
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- امریکا کې د یوې روزنیزې الوتکې سقوط؛ د افغان پوځ د یوه پخواني پیلوټ په ګډون درې تنه وژل شوي
- له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ درې لوړپوړي امریکايي چارواکي اسلاماباد ته سفر کوي
- پاکستان له دغه هيواده د وتلو پر مهال د بې اسناده افغان کډوالو لپاره جریمه کمه کړه