له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له امله د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته، ټاکل شوې چې درې لوړ پوړي امریکايي چارواکي اسلاماباد ته سفر وکړي.
اېکسپرېس ټریبیون راپور ورکړی چې د نفوسو، کډوالو او کډوالۍ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیتا والس نویس به د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۳مه اسلام اباد ته ورسېږي.
نوموړې به تر پنجشنبې پورې د پاکستان په پلازمېنه کې پاتې شي.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم د اکتوبر په ۱۶مه اسلاماباد ته خپل سفر پیلوي.
د هغه د سفر نه وروسته به د پاکستان په چارو کې د امريکې د بهرنیو وزارت مرستياله اليزابت هورسټ د اکتوبر په ۱۸مه اسلاماباد ته لاړه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ وویل: «دا غونډې د امریکا متحده ایالاتو سره د روانو خبرو اترو یوه برخه ده چې د افغانستان وضعیت ته د ځانګړي تمرکز سره به یو لړ مسایل تر پوښښ لاندې راولي.»
دا سفرونه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د روان کال له نوامبر میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې د ۱.۷ میلیونو «ناقانونه» افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی دی.
همدارنګه د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ تاوتریخوالی «ټيټيپي ته د پناه ورکولو» د پاکستان ادعا له امله زیات شوی دی.
اړوندې لیکنې :
- اروپايي ټولنې له پاکستانه ایستل شویو کډوالو او زیانمنو خلکو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته وکړه
- ملګرو ملتونو له پاکستان څخه په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو ایستل غندلي دي
- د کډوالو د اېستلو لړۍ دوام: له پاکستانه څه باندې ۲۰۰۰ نور کډوال هېواد ته ستانه شول
- په اسلاماباد کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي تښتول شوي
- پاکستان له دغه هيواده د وتلو پر مهال د بې اسناده افغان کډوالو لپاره جریمه کمه کړه
- افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری:په سیاسي او ټاکنیزو فعالیتونو کې مو ښکېلتیا، ناقانونه ده