په دايکندي کې سيمهييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو د احصايې او معلوماتو رئیس د يوې ټرافيکي پېښې پر مهال ژوند بایللی دى.
سرچينې له رسانه ها سره په خبرو کې تاييد کړې، چې دا پېښه د شنبې ورځ، د لیندۍ میاشتې په ۱۱مه د دایکندي د پاتوي ولسوالۍ د «بندکي تمزا» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د دې پېښې پر مهال په دایکندي کې د طالبانو د احصايې او معلوماتو رئیس دوه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.
طالبانو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.
تر دې وړاندې هم د موټر چلونې پر مهال د طالبانو بې احتياطي د ټرافيکي پيښو لامل شوې او په ځينو مواردو کې د دې ډلې د غړو موټرونو خلک تر ټیرونو لاندې کړي دي.
په وروستۍ پېښه کې د تېرې پنجشنبې ورځ په کندز کې د طالبانو رینجر موټر یوه قومي مشر تر ټیرونو لاندې کې چې له امله یې هغه ژوند وبایلود.